IQNA

د ګډ سوله ایز ژوند او زغم په پیاوړتیا د مسلمانو حکماؤ د شورا ټينګار

11:00 - November 17, 2024
د خبر لمبر: 3490172
ایکنا – د شیخ الازهر احمد الطیب په مشرۍ د مسلمانو حکماؤ شورا د ګډ سوله ایز ژوند،زغم او سولې د پیاوړتیا او د نښتو او تاؤتریخوالو د ختمیدا غوښتنه وکړه.

ایکنانیوز د وام خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د شیخ الازهر احمد الطیب په مشرۍ د مسلمانو حکماؤ شورا د نړۍ له رهبرانو او خلکو وغوښتل څو په خلکو کې د ګډ سوله ایز ژېوند او سولې د ارزښتونو  دپیاوړتیا لپاره ئې هڅې پیاوړي کړي او د هغو نښتو او تاؤتریخوالو د څنګةکولو لپاره چې د ټولنو ثبات او آرامښت سره ګډوډوي  او ددوي سرچینې او شتمنۍ  له مینځه وړي ،هڅه وکړي.
دغې شورا پخپلې وروستۍ اعلامیې کې ټينګار کړی دی ، چې تسامع  اومصلحت  یوازې  کومه اخلاقي ټاکنه  نه ده ،بلکې له  هغو جنګ جګړو  له ډګره د وتلو لپاره یوه اساسی حل لاره ده د نړۍ ډیری سیمې ئې اغیزمنې کړي دی  او دا  هغه لاره ده چې د هغودوامدارو کړاؤنود ختمولو لپاره چې بې ګناه خلک په تیره بیا بې وځله ،اړمند او کمزوري خلک  ورڅخه کړیږي.
د مسلمانو حکماؤ شورا  په دغې اعلامیې کې  چې د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت  چې هر کال دنومبر په شپاړسمه نیټه ئې جشن لمانځل کیږی، ټينګار کړی دی، د سولې او مصحلت ارزښت یوازې کومه ټاکنه  نه ده ،بلکې د ټولنو د پرمختګ او ثبات د تضمین  او په نړۍ کې د شفقت او عدالت او  د سولې د بنسټونو د پیاوړتیا لپاره  یو انساني ضرورت دی .
په دغې اعلامیې کې دغه راز روښانه شوې ده ، چې د اسلام دین په خپل جوهر کې سوله او مهرباني او شفقت غواړي او  د دین،توکم،اوکلتور پرته په خلکو کې ګډ سوله ایز ژوند غواړي او د نورو پر احترام اوا نساني ارتباطاتو ټينګار کوي . هماغه شان چې  خداوندمتعال په قران کریم کې فرمائي؛   جَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا» (سوره حجرات، آیه ۱۳)  ا  دغه آیت  د خلکو ترمینځ د تفاهم  د پلونو درامینځةکولو لپآره  یو جوت دعوت او بلنه ده.
د مسلمانو حکماؤ شورا همداراز په ۲۰۱۹کال کې په ابوظبئ کې د ؛انساني  ورورولۍ سند؛ د لاسلیک کیدا له لارې چې شیخ احمد الطیب او د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس  لاسلیک کړی دی،د آسانتیاؤ د کلتور د دودولو لپاره  دخپلو دومدارو  هڅو باندې ټينګار کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4248592

captcha